د سترې محکمې محترم رئیس او قاضی‌القضات د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۷:۵۸
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضی‌القضات د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د خپلو ولایتي سفرونو او ولایتي محاکمو له چارو د نظارت او بررسۍ په دوام، په ۱۸ / ۱۰ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه، د یوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولایت ته سفر وکړ.
محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د دغه سفر پر مهال د مرافعه محکمې له رئیس محترم الحاج مولوي محمد (محمدي)، د هلمند له والي محترم مولوي عبدالرحمن (کندزي)، مرستیال والي الحاج مولوي محمدنبي (حماس)، د ښاري ابتدائیه محکمې، د نظامي محکمې، علماوو شورا او د استخباراتو، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو له رئیسانو، امنیه قوماندان، مفتيانو، محررینو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مسؤولینو، حقوقو آمر، د تحریراتو آمر او د محاکمو د امنیتي قطعې له قوماندان سره وکتل.
د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد (محمدي ) صاحب د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د محاکمو د فعالیتونو، بندیانو د وضعیت، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو پر معلوماتو وړاندې کولو سربېره یې په دې برخه کې د لاسته راوړنو ډاډ وکړ.
ورپسې د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ صاحب په خپلو خبرو کې د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ چې له مراجعینو سره ښه چلند کوئ، له نورو امارتي ادارو سره همغږي کوئ، مرافعه محکمه دې د ابتدائیه محکمې پرېکړې په آسانۍ سره نه نقض کوي او هڅه وکړئ چې تائید د فیصلو وکړئ.
دغه راز محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب زیاته کړه، که د نظامي منسوبینو لخوا یو تورن کس راوستل شي په اړه یې پوره څېړنه وکړئ، له نظامي مسؤول څخه هم د تورن کس په اړه بشپړ معلومات وکړئ، بندیان د څېړنو تر بشپړېدو مخکې مه خوشي کوئ؛ که مجرم نه وو په اړه ئې قضائي قرار صادروئ.
په دې سربېره د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ صاحب د ناستې ګډونوالو ته د عدالت د پیاوړتیا، د دوسیو د تعقیب، د قانون حاکمیت او یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د یو شمېر موضوعاتو او دوسیو په اړه د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات صاحب هدایت غوښتنه وکړه د محترم شیخ صاحب لخوا ورته لازم هدایات وشول.
د امارتي ادارو مسؤولینو ژمنه وکړه چې له محاکمو سره به د اصولو په رڼا کې هر اړخیزه همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی