محترم مولوي عبدالمنان د پکتيکا د نظامي ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۵۴
محترم مولوي عبدالمنان د پکتيکا د نظامي ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د پکتیکا ولايت د نظامي ابتدائیه محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالمنان (محق) په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې کارکوونکو او ولایتي ادارو نورو مسؤولینو ته ور وپېژندل شو.
 په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)، د پکتیا زون نظامي محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي (همت)، د پکتیکا ولایت والي، د استخباراتو رئیس، د علماوو شورا رئیس، د امنیه قوماندانۍ استازي او د نورو ادارو مسؤولینو ګډون کړی و.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي عبدالله (عمري) لخوا په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس وینا وکړه وويل، مسؤولیت ته باید د غنیمت په سترګه ونه کتل شي او نه ورته غنیمت وویل شي، هر مسؤول باید په پوره ډاډ، صداقت او امانتدارۍ خپل ور سپارل شوی مسؤولیت ترسره کړي، همداراز نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرامینو په عملي کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په وروستيو کې د نظامي ابتدائیه محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالمنان (محق) وینا وکړه وويل، اسلامي نظام د شهیدانو په وینو او زیاتو قربانیو راغلی دی، زموږ قرباني او تکلیفونه هم د اسلامي شریعت مطهره د حاکم کېدو په هدف وو، نو په موږ ټولو لازمه ده چې د اسلامي نظام د بقا لپاره په صداقت او اخلاص سره کار وکړو.
غونډه د علماوو شورا د رئیس محترم شیخ عبدالقدوس (عظیمي) په دعا ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی