د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه. 
په دې غونډه کې د یاد ریاست مرستيال محترم مولوي عبدالولي (محمود)، قضائي غړو او د تحریراتو آمر مولوي محمد آمین (ندیم) ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې او بحث وکړ، چې د یاد ریاست چارو ته په ښه ډول پرې رسېدنه کېږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د یاد ریاست د چارو د لاښه‌والي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت، انسجام، قضائي او اداري کړنو په اړه له یو بل سره ګټورې مشورې شریکې کړې.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه هره اونۍ د قضائي او اداري کړنو د نظارت او چټکتیا لپاره په دوامداره توګه ترسره کېږي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل او فصل شوه.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي ضیاءالحق (عکرمه) او د جزا دېوان رئیس مفتي امین ګلاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

 د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروز کوهي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او د نظامي محکمې رئیس په ګډون، په ۲/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی