د خوست، دايکنډي، غزني او کاپيسا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۱۰۸۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۵۱
د خوست، دايکنډي، غزني او کاپيسا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۱۰۸۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست، دايکنډي، غزني او کاپیسا ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۰۸۷) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د خوست، دايکنډي، غزني او کاپيسا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۹۳۱) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۳۷۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۲۹۶) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۶) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۲۹) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د خوست، دايکنډي، غزني او کاپيسا ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۳۱) دوسيې تطبيق شوې، (۲۸) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۸) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی