په پکتیا ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتيا ولايت څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ نن دوشنبې ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې ابتدائیه محکمې رئيس مولوي جنت مير (متقي)، ولسوال قاري محمد صادق (عمير)، امنيه قوماندان قاري محمد سفیر (سلیم)، د استخباراتو مدير مولوي رحيم الله (سيف العمر) د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو آمر مولوي ذبیح الله، نظامي منسوبينو، علماوو شورا استازو او عامو خلکو ګډون درلود.
