د هلمند ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۴۳
د هلمند ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولايت ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي فضل الرحمن (فضلي)؛ په ۱۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جزا او ترافيکو دېوانونو د مفتي صاحبانو په ملتيا، د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د زندانیانو احوال واخیست، د هغوی ستونزې یې واورېدې، کومو بندیانو چې ستونزې درلودې یادداشت شوې، ترڅو وروسته له اړونده دېوانونو سره شریکې شي.
د ليدنې په دوام د یاد پلاوي لخوا د بندیانو د اوسېدو د ځای، خوراک او څښاک معلومات وشول او د زندان مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی