د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د زنا په تور او له کوره د تېښتې په جرم؛ په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یادې محکمې په انګړ کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکومه کړې وه چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.