د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۴۶
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې فعاليتونه سرته رسولې دي:
* د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د سترې محکمې د دیني روزنې او اصلاحي برنامو په دوام، د سهار له لمانځه وروسته د منسوبینو لپاره د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې درسونه دوام لري؛ چې د ګډونوالو د دیني پوهاوي، فکري اصلاح، او روحاني ودې کچه یې په ښکاره ډول لوړه کړې ده.
•    د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د دیني نصاب تدریس په نوې بڼه وړاندې شوی، چې په یاد نصاب کې د اسلامي احکامو، فقهي مسائلو، شرعي لارښوونو، د معاصر اسلامي فکر، عقیدوي وضاحت او اخلاقي اصلاحاتو موضوعات ځای پر ځای شوي، څو د کارکوونکو دیني روزنه له نوې فکري زاویې سره بشپړه شي.
•    د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د دیني اصلاح او معنوي بیدارۍ د پیاوړتیا لپاره، د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او محاکمو، امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې منظم اصلاحي بیانونه تنظیمېږي؛ چې په دې بیانونو کې د عدالت تامین، اداري اخلاقو او سلوک، د فساد مخنیوی، د دیني اصولو مراعات او د اسلامي نظام د تطبیق اهمیت په واضحه توګه تشرېح کېږي.
•    د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د هغو کارکوونکو لپاره چې نالوستي یا کم سواده دي؛ ځانګړې دیني حلقې جوړې کړې، ترڅو د اسلامي عقایدو، لمونځ، روژې، زکات او نورو اساسي احکامو تدریس ورته وشي، د لیک ‌او لوست د مهارتونو لوړولو په موخه د اسلامي نصوصو پر بنسټ ابتدائيه کورسونه پیل شوي، چې له لارې یې نالوستو منسوبینو ته د دیني زده کړو ترڅنګ، د لیک او ‌لوست عملي زده کړه هم ورکول کېږي.
•    د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د کارکوونکو د اصلاح او اخلاقي پرمختګ په برخه کې، د سیرت، اخلاقو او اداري نظم جدي څارنه شوې؛ د دیني ارزښتونو پر بنسټ هغوی ته اخلاقي مشورې، سپارښتنې او د مسؤولیتونو د ښې اداینې ترغیب ورکړل شوی. همداراز د یاد ریاست لخوا د اسلامي اخلاقو، د اداري فساد مخنیوي او د عدالت تامین اړوند مهم اصول، نظامي او اداري کارکوونکو ته په واضح ډول بیان شوي دي، څو د شرعي معیارونو پر بنسټ د نظام اصلاح تضمین شي.
* د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د دیني زده کړو د ارزونې په موخه د مرکزي ریاستونو د منسوبینو زده کړې ارزول شوې، کلنۍ ازموینه ترې واخېستل شوه او په یادې ازموینه کې بریالي کسانو ته ډالۍ او تقدیرنامې ورکړل شوې، ترڅو د دیني زده کړو هڅونه نوره هم پیاوړې شي.
* د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم (شمېره ۲۶۲۴/۳۵۴، نېټه ۲۳/۵/۱۴۴۶) له مخې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د تطبیق لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه؛ څو د یاد قانون عملي تطبیق تضمین او د ټولنې اصلاحاتي بهیر لا چټک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی