د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات سرپل ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۰:۲۷
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات سرپل ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظ الله او د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم راسخ حفظه الله د یوه قضائي پلاوي په مشرۍ ولایتونو ته د خپل سفر په دوام په ۹/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه سرپل ولایت ته سفر وکړ او د ولایت په مقام کې یې د یاد ولایت اړوند محاکمو له قضاتو او نورو مسوولینو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې لومړی د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله قضاتو ته په خطاب وویل: ((ډېر ښه وشول چې تاسو مې له نږدې ولیدی او له یو بل سره مو له نږدې ملاقات وشو.))

شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه: ((د دغه سفر موخه داده چې تاسو وکولای شی له نږدې خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړی او موږ د یادو ستونزو د حل لپاره درته مناسبې سپارښتنې او هدایات وکړو.))

محترم حقاني حفظه الله د دغه ولایت د محاکمو اړوند قضاتو ته په اشاره وویل، تاسو ډېر لوی مسوولیت په غاړه لری، د محاکمو له قضاتو څخه هر څوک تمه لري چې د دوی په وسیله خپل حقونه ترلاسه کړي. په اصل کې د دوی دغه تمه په ځای ده، ځکه موږ د محاکمو په وسیله خپل حقونه ترلاسه کولای شو، نو ځکه قضاتو ته ضروري ده چې له خلکو سره ښه اخلاق وکړي تر څو خلک په ځانګړې توګه مظلومان خپل حقونه ترلاسه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((انصروا الظالم والمظلوم))، یعنې له مظلوم سره د نصرت مانا داده چې دوی خپلو حقونو ته ورسېږي.

محترم شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه، که موږ توجه وکړو په تېرو ۴۳ کلونو کې پر ملت بېلا بېل ظلمونه شوي دي، زموږ تقاضا داده چې له دې وروسته په ملت له هېڅ لارې ظلم ونشي.

نوموړي زیاته کړه، بله موضوع داده چې په خپلو پرېکړو کې حکمت په نظر کې ونیسئ، د عثماني خلافت پر مهال یو مدعي او مدعي علیه د کومې موضوع پر سر د دعوی په نسبت قاضي ته راغلل، قاضي دوی دواړه دومره ترغیب او ترهیب کړل چې دواړو وژړل او په خپله خوښه یې خپل منځ کې سوله وکړه.

پر دې سربېره له خپلو پرېکړو مخکې همېشه طرفین سولې ته دعوت کړئ، د دارالحکام لیکوال لیکي: ((کله چې د پرېکړې شرایط موجود وي قاضي ته جایزه نه ده چې حکم وځنډوي، مګر په څلورو صورتونو کې، چې له دې ډلې یو یې همدا دی چې قاضي له طرفینو د سولې امید ولري. قضاوت په اصل کې یوه دینې وظیفه ده چې باید په اصولي ډول ترسره شي.))

وروسته د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) خبرې وکړې، د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات حفظه الله د خبرو په تایید یې وویل:

  • که په نړۍ کې ښه انسانان موجود وي له شک پرته هغه د علماوو ډله یعنې تاسو یاست، نو له ښو انسانانو د ښو کارونو تمه کېږي.
  • په تېرو ۴۳ کلونو کې افغانستان کې انسانان مظلوم وو، له دې وروسته باید په مظلومیت کې پاتې نه شي.
  • د تېرې ادارې د کارکوونکو (قضاتو او غیر قضاتو) په اړه مو څومره منفي خبرې اورېدې؛ نو موږ او تاسو باید خپلې دندې په داسې ډول ترسره کړو چې په حق کې مو دغه ډول بدې خبرې ونشي، ځکه که د یو ملت مفکوره ستاسو په تړوا منفي شي بیا یې بېرته اصلاح کول ډېر سخت دي.
  • محترمو قضاتو ته د سترې محکمې لخوا په کافي اندازه معاش ورکول کېږي، باید د هغه قدر وشي او دغه نعمت په هېڅ ډول هېر نه کړي. [وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ].
  • محترم قضات دې په ټولیزه توګه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست متحدالمآلونه په ډېر غور او دقت سره مطالعه کړي.

په پای کې د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم حقاني حفظه الله د قبالو، نکاح خطونو، وکالت خطونو د اجراء په اړه لازم توضیحات ورکړل او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی