د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۳۵۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په يوه مياشت کې (۱۷۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۶) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
