د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د غونډې راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۱:۱۳
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د غونډې راپور

د چهارشنبې په ورځ (۱۶/ربیع الاول/ ۱۴۴۴ هـ ق نېټه) د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د  دغه ولایت د مرافعه محکمې د رئیس مولوي سراج احمد (ابوسعید الغزنوي) په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

 په دې غونډه  کې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د ښاري  محکمې د رئیس په شمول د ټولو دېوانونو قاضیانو، مفتیانو  او محررینو  ګډون کړی وو.

 په غونډه کې د بندیانو په موضوعاتو خبرې وشوې  او د بې برخلیکه بندیانو په اړه  د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان په عملي کولو ټینګار وشو.

د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي سراج احمد (ابوسعید الغزنوي) قاضیانو ته په خطاب وویل چې قاضیان په حکم کې خپلواک دي او په حکم  کې استهدا نشي  غوښتلای.

دغه راز محترم  (ابوسعید الغزنوي) قاضیانو ته د فیصلو د ترتیب او تنظیم په اړه لارښوونې وکړې او یاده غونډه  د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۹
Background image

په ننګرهار ولايت کې (۱۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون (۱۶) کسانو ته د نامشروع اړيکو، له کوره د تېښتې، نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د استعمال، پېر او پلور په جرمونو، په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې. . .

بیا په خبرونو کی