عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۳۰
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه.

دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد  کمېسیون لایحه په ۹ مادو کې منظور کړه.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې کمېسیون د لایحې او اړوند اختصاصي محکمې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د صادر شوي فرمان په درېیمه ماده کې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفی غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور د اختصاصي محکمې تشکیل په لاندې ترکیب ذکر شوی دی.

۱: شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه.

۲: قاضي محمد صادق د قاضي په توګه.

۳: مفتي محمد طاهر د مفتي په توګه.

۴: مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه.

دغه راز د یاد فرمان د لومړۍ مادې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مکلف دی چې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړوندې مقررې او لایحې سره سم اجراآت وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲۱
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۱۵۶) وثيقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې د وثيقو د تصحېح کمېسيون په یوه میاشت کې له ( ۱ /۳ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر  ۳۰ /۳ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۱۵۶) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
د یادونې وړ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۱۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ  اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، د وثايقو آمریتونو او اختصاصي محکمې ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس، د دعوت او ارشاد آمر او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د زابل ولايت ارغنداب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولايت ارغنداب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئيس او قضائي غړو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب په ۱۲/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع په ۱۴/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی