د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د څوکۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۵۵
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس د څوکۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۵مه نېټه  د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عزیز الرحمن (حقاني) او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت د څوکۍ ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس د دغه سفر پر مهال د څوکۍ ولسوالۍ قضائي او اداري اجراآت له نږدې وکتل؛ وروسته یې په مربوطه محکمه کې د شته ځينو اړینو مواردو په اړه د ابتدائیه محکمې له رئیس محترم مولوي محمد مسلم  سره هر اړخیزې خبرې وکړې .

د استیناف محکمې رئیس څرګنده کړه چې زمونږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په ټاکلي وخت د رسېدنې سبب کېږي او ان شاءالله په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او د مشکلاتو د حل او د هېوادوالو د ستونزو د اورېدو او حل په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکوو؛ تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.

د استیناف محکمې رئیس د یاد سفر په جریان کې د څوکۍ ابتدائیه محکمې د چت د ایزوګام او نورې ساختماني چارې چې په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې د یادې محکمې د غوښتنې په اساس ترسره شوې وې له نږدې وکتلې.

د یادې ابتدائیه محکمې رئیس ډاډ ورکړ چې خپلې ټولې چارې به د شرعي اصولو مطابق په ټاکلي وخت او شفافه توګه ترسره کوي.

په پای کې د مرافعه محکمې رئیس حاضرۍ ته په پابندۍ، پر ټاکلي وخت قضایاو ته پر رسېدنه، له مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۲۸۳) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۸۳) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د بلخ ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۱۱۸۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۸۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۵۳
Background image

په خوست ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم 
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

بیا په خبرونو کی