د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۹:۵۳
د کندهار ولایت مرافعه محکمې د دېوانونو د رئیسانو غونډه ترسره شوه

په 12 /10 /1444 هـ ق نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمه کې د دې محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر) په مشرۍ د استیناف د دېوانونو د رئیسانو ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.

غونډه د ترافیکو دېوان د عضو مفتي محترم مفتي عبدالله لخوا د قرآنکریم د څو مبارک آیاتونو  په تلاوت پیل شوه، ورپسې په ځینو مهمو اداري مسایلو تفصیلي بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په دې غونډه کې له محاکمو څخه د راغلو استهداګانو په اړه بحث وشو او د ښه تحقیق اوڅېړنې په موخه راتلونکي غونډې ته معطل شول چې راتلونکې غونډه کې به یې په اړه د شرعي اصولو مطابق تصمیم نیول کیږي.

غونډ د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی