د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۵:۲۰
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

په ۴ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم" د یاد ولایت د ښاري محکمې له ټولو دېوانونو څخه لیدنه تر سره کړه او د دوی قضائي او اداري اجراآت یې له نږدې ولیدل. د مرافعه محکمې رئیس په نوبت سره له جزا، مدني، عامه امنیت او ترافیکي پېښو دېوانونه له نږدې ولیدل او د یادو دېوانونو د فعالیتونو او کړنو څخه يې کتنه وکړه. نوموړي د حاضرۍ ، اندراج، واردې صادرې، رسیداتو، کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې د غوره او پر وخت اجراآتو هدایت وکړ. ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او د یادو فیصلو او اجراآتو په اړه د مرافعه محکمې رئیس له دوی سره خپل نظر شریک کړ. د ارزیابۍ په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسؤولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو دعا وکړه. د ښاري محکمې قضائي منسوبینو یاد راتګ مثبت وګاڼه او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې دوی خپلو دندو ته تشویق کړي او د اړتیا پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی