د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۱:۵۱
د کندهار د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (۶/۲/۱۴۴۵) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د یادو دېوانونو غړو د تحریراتو د رئیس او وثایقو د امر ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه .

یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالغفار(بحر) صاحب په مشرۍ دکندهار د مرافعه محکمې د ریاست مقام په دفتر کې جوړه شوې وه، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، وروسته محترم بحر صاحب وینا وکړه او د ناستې ګډونوالو ته یې لاندې هدایات وکړل:

  1. دکندهار ولایت د محاکمو ټول قاضیان مکلف دي چې د سترې محکمې د دارالانشاء محترم ریاست ټول متحدالمآلونه ښه په غور مطالعه کړي او په ورځني قضائي او اداري موضوعاتو کې يې تطبیق کړي.
  2. د ابتدائيه محاکمو د چارو د نظارت اوکتنې په موخه دې په دوامداره توګه مؤظف پلاوي سفر وکړي او هیئت دې هغه دویم ځل نقض قضیې چې ابتدائيه محاکمو د مرافعه  دېوان د رهنمودي قرار مطابق عمل نه دی کړی د ځان سره یوسي او له مربوطه محکمې نه دې د نه عملي کېدو پوښتنه وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د مرافعه محکمې د دېوانونو په رهنمودي قرارونو عمل وکړي.
  3. د ولسوالیو د قاضیانو سره په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل ناسته ترسره کیږي، ترڅو شته مشکلات او ستونزې یې حل شي.
  4. د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو رئيسان دې په میاشت کې یو  ځل د مرافعه محکمې د دېوانونو د رئيسانو غونډه کې ګډون وکړي.
  5. په راغلو استهداګانو باندې دې د مرافعه محکمې د دېوانونو مفتي صاحبان څېړنه او تدقیق وکړي او په اونۍ کې  یوه ورځ  (دوشنبه) دې ناسته وکړي او خپله څېړنه دې د خپل دېوان  د رئيس سره شریک کړي، ترڅو یې په اړه د دېوانونو د رئيسانو په غونډه کې په توافق د نظر تصمیم ونیول شي.

چې پورته هدایات د رئيس صاحبانو او اعضاء وو له خوا تائيد او توافق  د نظر پرې وشو.

یاده غونډه  د  دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی