د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند نظامي زده کړو مرکز د لومړۍ دورې فارغینو لمانځغونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۷:۲۰
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند نظامي زده کړو مرکز د لومړۍ دورې فارغینو لمانځغونډه ترسره شوه

نن چهارشنبې (د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۴مه نېټه) د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي مسلکي زده کړو د مرکز د لومړۍ دورې څخه د (۱۲۰) مجاهدینو د فراغت په پار یاد ریاست کې یوه شانداره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او نورو امارتي ادارو مسؤولینو، شیوخ کرامو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه د سترې محکمې او نورو امارتي ادارو محترمو مسؤولینو او شیوخ کرامو په بېلا بېلو اړوند موضوعات خبرې وکړې.

د سترې محکمې د مرکزي تمیز اړوند جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د نظامي مسلکي زده کړو مرکز د لومړۍ دورې فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د اسلام مبارک دین له نظره د نظامي مسلکي زده کړو پر ارزښت او اهمیت تفصیلي خبرې وکړې.

محترم مفتي عتیق الله دروېش وویل، د اسلام او اسلامي نظام د ساتنې لپاره نظامي مسلکي زده کړې، تمرینات او اعدادات زموږ په شریعت کې ثبوت لري.

نوموړي زیاته کړه، قرآني تعلیمات او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادات هم دا دي چې د دښمنانو پر وړاندې داسې عمل کول چې د اسلام دښمنانو ته پرې ضربه رسېږي عبادت دی؛ په دې اساس د نظامي مسلکي زده کړو حاصلولو پر مهال ستاسو ټول زحمات او ستړیاوې عبادت شمېرل کېږي.

محترم مفتي دروېش صاحب د نظامي مسلکي زده کړو د لومړۍ دورې فارغینو ته په خطاب کې زیاته کړه، خپل مسؤولیت د عبادت په نیت ترسره کوئ، د اسلامي نظام او خپل مسؤولیت قدر وکړئ، له خدای تعالی څخه وېره ولرئ او تل د ښه مسؤولیت ترسره کولو دعا کوئ، د اسلامي نظام داسې ساتنه او پالنه وکړئ لکه خپل د شخصي ملکیت.

دغه راز د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د بشري سرچینو رئیس محترم مفتي شیرولي حقاني غونډې ته د وینا پر مهال وویل، الحمدلله د الله تعالی شکر دی چې د مجاهدینو او افغان مجاهد ملت ٢٠کلنې قربانۍ یې قبولې کړې او په نتیجه کې یې موږ دا دی له اسلامي نظام  څخه برخمن شو.

نوموړي زیاته کړه، زموږ موخه د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی د قانون جاري کول و/دي، له ټولو مجاهدینو او د اسلامي امارت له مسؤولینو او منسوبینو مې غوښتنه ده چې په دغه نظام کې به اوس هم د جهاد په نیت خدمت کوي او تل به زړه کې له الله جل جلاله څخه خوف او وېره لري.

د کابل مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس الحاج شیخ عبدالغفار رحماني صاحب غونډې ته په خپله عالمانه وینا کې وویل، مسلمانان باید تل د کفارو مقابلې او د اسلامي خاورې دفاع ته تیار وي، د نظام د ساتنې تر څنګ د کفارو مقابلې او د دوی د دسیسو د شنډولو لپاره تیار او بیدار وي او تل پر الله تعالی توکل ولري، په دندو کې پر مادیاتو تمرکز ونه کړي؛ بلکې خپلې دندې یوازې او یوازې د اسلامي نظام د بقاء، هیواد او ملت ته د خدمت او د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړي.

پر دې سربېره د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو معینیت د عقدیتي څانګې مسؤول محترم شیخ خدایداد (مهاجر) غونډې ته د جهاد د فضیلت په اړه خبرې وکړې وویل، که جهاد نه وای نو مسلمانان به له سختو مشکلاتو سره مخ وو، دا مساجد، مدرسې، د دیني او نورو مسلکي زده کړو مراکز به نه وای، کفار له اعداد او جهاد سخته وېره لري، ستاسو د دغه عمل په وسیله به د الله تعالی دښمنان له تاسو ډارېږي.

دغه راز د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم مولوي محمد عوض (سعید) غونډې ته له راغلو ټولو مېلمنو مننه وکړه چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و.

غونډه د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي مسلکي زده کړو مرکز د لومړۍ دورې د فارغینو لخوا د ځینو مسلکي حرکاتو تر نمایش وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۱۲۰ تنه مجاهدینو ته د اتو اونیو په موده کې د مجربو استادانو لخوا نظامي مسلکي روزنه ورکړل شوې وه او  فارغینو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۹۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی