د غزني د مرافعه محکمې رئيس د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۱:۱۵
د غزني د مرافعه محکمې رئيس د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مولوي محمد مبین (الطاف) د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو له رئیس مولوي ګلاب الدین (ذبیح الله)، د عدلیې رياست له رئیس مولوي مطیع الحق (عثمان)، د قضایای امارت له امر او د غصب د مخنیوي کمېسیون له اداري مدیر مولوي ضیاء الرحمن سره په ۱۷/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه وکتل.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې سرپرست رئیس وویل، خدای (جل جلاله) پر موږ او تاسو عظیم احسان وکړ او یوه ستره فتحه او آزادي مو په نصیب شوه، دا احسان شکرانه غواړي او دا شکرانه به موږ او تاسو د ستړي او ځورېدلي ملت په خدمت باندې ادا کوو.
نوموړي زیاته کړه، دا ۲۰ کاله ملت په ډېر اخلاص زموږ خدمت وکړ، اوس باید موږ د دوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړو.
د غونډې په دوام په یو شمېر ګډو موضوعاتو باندې بحث وشو او حللارې یې په ګوته شوې.
 د زراعت او عدلیې ریاست رئیسانو د ورته غونډو د دوام غوښتنه وکړه او غونډه د مرافعه محکمې د سرپرست رئیس په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی