د بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۸
د بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره د نوي ټاکل شوي قوماندان د معرفت غونډه وشوه

د قضائيه قوې د محاکمو امنيتي او اجرائيوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند بلخ زون د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان (قاري محمدالدین شهاب) په ۴/ ۳/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې قوماندانۍ مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان حافظ حکمت الله (آغا ذهین)، د پېژند عمومي مدیر مولوي نور محمد (قتیبه)، د بلخ زون د نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالوارث او يو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد عمومي مدیریت  مدرس مولوي عبدالله جان عابد وینا وکړه وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ اصل دی، چې وخت ناوخت ترسره کېږي، موږ باید منصب او څوکۍ موخه ونه ګرځوو؛ بلکې د اسلامي نظام خدمت کول مو خپلو لومړنیو اهدافو څخه وي.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان له ټولو مسؤولینو او منسوبینو وغوښتل چې له نوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي. 
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۹
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسيو ته پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۶۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۶۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی