د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳
د روزګان ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي دوست محمد (سعید) په مشرۍ يوه پلاوي، چې د مدني دېوان رئیس مولوي محمدنعیم، د ښاري ابتدائيه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کریم الله، د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان مفتي مولوي عبدالغفار او د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان مفتي عبدالمالک یې  غړیتوب درلود؛ د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ياد پلاوي د بندیانو د احوال پوښتنه وکړه، د هغوی اړتیاوې یې وپوښتلې، په ځانګړي توګه د هغو بندیانو چې په حقوقي موضوعاتو کې د خلکو د پورونو له امله، یا هم د محاکمو نهائي او قطعي حکمونو څخه د سرغړونې له امله بندیان شوي وو، د دوی د منقول اموالو او غیر منقولو اموالو د لرلو یا نه لرلو په اړه د هغوی اظهارات له ځان سره ولیکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
دغه راز د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د زندان مسؤولینو ته د بندیانو د ستونزو د حل په موخه سپارښتنې وکړې او ټولو بندیانو د یاد پلاوي له ورتګ څخه خوښي وښوده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی