د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي موضوعاتو د قانوني حل په موخه، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې په څو اساسي اداري او حقوقي موضوعاتو هر اړخېزې خبرې اترې وشوې او لاندې پرېکړې او لارښوونې وشوې:
۱ـ د مرافعه او تمیز غوښتنې د عریضو رسمي لېږد په اړه پرېکړه وشوه، چې کله هم د دعوې له اړخونو (طرفینو) څخه کوم لوری مرافعه غوښتونکی یا تمیز غوښتونکی وي، د هغوی اړوندې عریضې باید په بشپړ ډول په رسمي او قانوني توګه مربوطه مرجع (محکمې) ته ولېږل شي، ترڅو په قضائي پړاونو کې د ځنډ مخنیوی وشي.
۲ـ متخاصمینو ته د حکم حتمي ابلاغ په اړه کلکه لارښوونه وشوه، چې په مرافعه مرحله کې باید حتمًا متخاصمینو (دعوې کوونکو) ته د محکمې د حکم ابلاغ او یا پوهاوی ورکړل شي، دا کار ځکه اړین دی، چې هغوی د خپل برخليک څخه خبر شي، که تمیز غوښتونکي وي، خپله تمیز طلبي په وخت وکړي او که نه وي، په خپله پرېکړه وکړي.
۳ـ د ترک خصومت او صلحې احکامو په اړه هر اړخېزې خبرې اترې وشوې.
۴ـ د مؤکل خارج ته تګ په صورت کې د وکیل د یو اړخېزې فسخې نه منلو په اړه روښانه شوه. چې کله مؤکل بهرني ملک ته لاړ شي؛ وکیل نشي کولای په یو اړخېزه توګه د وکالت قرارداد فسخ کړي؛ ځکه چې دا کار د بل لوري (حق غیر) د زیانمنېدو لامل ګرځي او ځینې وخت د مقابل لوري حقوق ضایع کېږي؛ نو که د حق غیر ضیاع محسوس کېدله، وکیل مکلف دی، چې لومړی مؤکل حاضر کړي او بیا د وکالت د فسخې پروسه پر مخ یوسي.
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د غونډې په پای کې د دغو پرېکړو پر دقیق او پر وخت پلي کېدو ټینګار وکړ او د مرافعه دېوانونو له رئیسانو څخه یې وغوښتل، چې د هېوادوالو د حقوقو د خوندیتوب او په کارونو کې د لا زیات شفافیت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی