د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۵۶
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱۳/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۱۳/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې (۲۲۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۹۹) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۵۵) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۵۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۵) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۹۹) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو ( له ۱ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی