د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د (۳) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د (۳) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې 

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې د یاد دېوان مفتي صاحبانو (مفتي محمد حصین او مفتي فضل الرحمن قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۲۶مه  نېټه د یو شمېر جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د ننګرهار مرافعه محکمې له رئیس او اړوند نورو محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ په دې لیدنه کې د (۳) جزائي دوسیو په تړاو د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه تفصیلي خبرې وشوې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د یادو دوسیو اړوند جانبینو سره په جلا جلا ډول وکتل او له دوی یې د اړوند مواردو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه سفر پر مهال د ننګرهار ولایت د محاکمو قضائي مسؤولینو ته هدایت وکړ چې د مراجعینو دوسیې د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت حل او فصل کړي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو بشپړولو په موخه د هېواد ډېری ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی