د خوست ولایت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۵۳
د خوست ولایت محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

دخوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي عبدالقیوم (غزنوي) په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د دوه نیمو کلونو د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع دوه نيم کاله وړاندې د خوست ولایت مرکز اړوند د غړومبي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د یو حقوقي دعوې په سر رامنځته شوې وه؛ چې له دواړو طرفونو څخه يو يو کس وژل شوی وو.
دغه موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائيه محکمې مسؤولينو د مقتولینو کورنۍ سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته جانبینو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د قاتلینو په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی