د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (425)دوسیو په حل او فصل سربېره، (541) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۰:۳۰
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې د (425)دوسیو په حل او فصل سربېره، (541) وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 5 /1 /1445هـ ق نېټې څخه تر 17 /1 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د نظامي زون محکمې،  د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو قضائي او حقوقي  او آمریت وثایق اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه  کې( مدني او تجارتي) :

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (307) بېلا بېلې حقوقي (مدني اوتجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

 له دې ډلې (54) دوسیې فیصله شوې دي، (92) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (107) دوسیو په اړه قرار  قضائي صادر شوي او نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکمو ته (154) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (74) دوسیې فیصله شوې دي، (9) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (89) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې په همدې موده چې د بلخ ولایت محاکمو (541) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی