د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۹۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۷۱) وثیقې هم اجراء کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۱۹
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۹۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۷۱) وثیقې هم اجراء کړې دي


د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۵/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د (۲۹۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي. 
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۴۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
 په جزائي برخه کې (۴۰) دوسیه مکتوبي مستردې شوې، د (۲۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۶) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۲۹) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون د قضائي مرستيال محترم شیخ نور الله (منیر) په مشرۍ؛ په ۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست رئیس محترم مفتي شرف الدین (یاسیني)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب غرب زون اړوند د نیمروز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په  مشرۍ يو پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم). . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۶
Background image

په کابل ولايت کې (۶۵) کیلو د انسان ویښتان وسوځول شول

د کابل ولایت اړوند د چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په حکم (۶۵) کیلو د انسان ویښتان؛ په ۲۲ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټه وسوځول شول.
 یاده اندازه ویښتان د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نيول. . .

بیا په خبرونو کی