د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د نورستان له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۰:۴۱
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتیشینو د نورستان له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي رئیس محترم شیخ ګل آغا (عاقب) په مشرۍ یوه پلاوي چې مولوي حبيب الله (حبيب)، مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي سيد اسحاق یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۷مه نېټه د نورستان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړلو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر په پیل کې د نورستان ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د نورستان ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند ټولو نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره پرې خبرې وکړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۷) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري محکمې او مرافعه محکمې اړوند دېوانونو، وثایقو او حقوقو له آمریتونو څخه په جلا جلا ډول لیدنې وکړې.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند ضروریات او مهم موارد له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ضروریاتو د رفعه کولو، خنډونو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد یې په جلا جلا توګه ورسره شريک کړل.
د ياد سفر په دوام د سترې محکمې قضائي پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په برخه کې یې د هغوی نظرونه واورېدل او د محاکمو په وړاندې شته ستونزې، د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي له لاسته راوړنو ډک دغه (۱۳) ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۱۹مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۵۵
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۱۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۱۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

بیا په خبرونو کی