د ننګرهار زون د ابتدائیه نظامي محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۰:۸
د ننګرهار زون د ابتدائیه نظامي محکمې لپاره د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

نن دوشنبه د روان ١٤٤٥ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئیس محترم الحاج مولوي جلیل احمد (هلال) د یاد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

په یاده ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د ننګرهار د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور رشاد (اخندزاده)، د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې مخکني رئیس محترم الحاج مولوي عین الله (خلیل) او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
 غونډې ته د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون محترم شیخ خیرجان(خیرخواه) صاحب تر تفصیلي وینا وروسته د ننګرهار زون د نظامي ابتدائیه محکمې نوی رئیس حاضرینو ته ور معرفي کړ.
دغه راز د سترې محکمې د نظامي محاکمو معاون نوي ټاکل شوي رئیس ته ټینګار وکړ چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د افغانستان اسلامي امارت قوانین او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه عملي کړي.
محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب د خپلې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې نوي ټاکل شوي رئیس ته د ښه خدمت کولو غوښتنه او دعا وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د لغمان او لوېدیځ  نورستان ولایتونو د ابتدائيه نظامي محکمې د مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او لوېدیځ نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې موضوع. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۷۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۷ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۹۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئيس د کونړ او ختیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې محکمې د محرر مولوي معراج احمد (صهیب) په ملتیا، په ۲۷/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د کونړ او ختیځ نورستان له ابتدائیه نظامي. . .

بیا په خبرونو کی