د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئيس د کونړ او ختیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئيس د کونړ او ختیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې محکمې د محرر مولوي معراج احمد (صهیب) په ملتیا، په ۲۷/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د کونړ او ختیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې ابتدائیه نظامي محکمې بېلا بېل اداري او قضائي اجراآت، د اسنادو ترتیب او تنظیم له نږدې وکتل او مسؤولینو ته یې د چارو د لا ښه تنظیم، د عدلي او قضائي اصولو د مراعات او د اسلامي شریعت د احکامو مطابق د پرېکړو د عملي کولو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل.
دغه راز ټينګار وشو، چې فیصلې دې په خپل وخت او پوره دقت صادرې شي، څو د مراجعینو حقوق پر خپل وخت تأمین شي.
یاد پلاوي د ليدنې په دوام په محبس کې د اړوند محکمې له بندیانو سره وکتل؛ د بندیانو حالت، د ساتنې وضعیت، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د بندیانو د شرعي او انساني حقونو د تأمین په اړه ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پچیراګام، سرخرود او بهسودو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۵مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه د دغه ولايت د پچیراګام،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۳
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس الحاج شیخ سخي‌الرحمن(فایز فیروز کوهي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېته غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی