د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اوونیو کې د (۱۱۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۱) وثایق هم اجرأ کړي دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۴۴
د پکتیا ولایت محاکمو په دوو اوونیو کې د (۱۱۹) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۸۱) وثایق هم اجرأ کړي دي

په دغه راپور کې له  ۲۳ /۱۰ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې څخه تر ۷ /۱۱ /۱۴۴۴  هـ ق نېټې د  پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو دوو اونیو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.

په حقوقي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې (۸۶) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په تړاو قضائي قرار ونه صادر شوي،(۲۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

په تېرو دوو اونیو کې  (۵۵) دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.

له دې جملې څخه (۱۰) مکتوبي مستردې شوې، د (۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۶) دوسیې فیصله شوې او  پاته نورې تر کار لاندې دي.

 

دغه راز په یاده موده کې (۸۱) بېلا بېل وثایق اجراء شوي دي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی