د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۳:۴۲
د کندهار  د مرافعه محکمې رئیس له ښاري محکمې او ټولو اړوند دېوانونو لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالغفار (بحر) په 2 /8 /1444 هـ ق نېټه د دغه ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې او ټولو دېوانونو څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئيس په یاده لیدنه کې چې د کندهار د مرافعه محکمې د ېوانونو رئیسانو یې ملتیا کوله، د یادې محکمې له عمومي رئیس، د دې محکمې د ټولو دېوانونو له رئیسانو، مفتیانو او محررینو سره وکتل او د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز یې د هغوی دوسیې، صادره او وارده مکتوبونه، صادره او وارده فیصلې، تائید شوې، قطعي اونقض شوې او تر جریان لاندې فیصلې یې ارزیابي کړې.

پر دې سربېره د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي اجراء شوې فیصلې او د حاضرۍ کیفیت ملاحظه کړ؛ وروسته یې د ښاري محکمې اړوند ټول کارکوونکي نور هم خپلو کارونو ته متوجه کړل او توصیه یې ورته وکړه چې د سترې محکمې لخوا په ټاکل شوي وخت کې د خلکو موضوعات ورحل او فصل کوئ، خپلو چارو ته پر خپل ټاکلي وخت ځانونه حاضروئ.

د کندرهار د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو اړوند کارکوونکو ستونزې واورېدې او د امکان تر حده یې د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۳
Background image

د  ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د حصارک او چپرهار  ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۶مه او ۱۴مه نېټه د ننګرهار ولايت د حصارک او چپرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولایت مرافعه محکمې سرپرست رئيس محترم مفتي عبدالقيــــــوم (صاحب زاده) په مشرۍ  د عدليې، استخباراتو، امنیه قومندانۍ، د فرامينود تعقيب او نظارت، علماوو شورا او امر بالمعروف، نهی عن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان څلورو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)؛ د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په. . .

بیا په خبرونو کی