د کندهار ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۳۷۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۳:۵۸
د کندهار ولایت محاکمو په دوو اونیو کې د (۳۷۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۱۵ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، د کندهار زون نظامي محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي.

 

مرافعه محکمه:

د محرم الحرام میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې  دېوانونو ته (۵۴) قضیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې ډلې (۱۹) قضیې مکتوبي  مستردې شوې، د (۲۸) قضیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) قضیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

ښاري ابتدائیه محکمه:

د محرم الحرام میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د کندهار ولایت د ښاري محکمې  دېوانونو ته (۱۵۱)قضیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه ( ۶) قضیې مکتوبي مستردې شوې، د (۸۳)قضیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۶) قضیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

 

دکندهار نظامي زون محکمه:

د محرم الحرام میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د کندهار زون نظامي محکمې ته (۲۰) قضیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې  مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۲۱)قضيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸) قضيې فیصله شوې او پاتې تر کار لاندې دي.

 

د ولسوالیو ابتدائیه محاکم:

د محرم الحرام میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د کندهار ولایت د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو ته (۲۸۳)قضيې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر قضیې له مخکې هم موجودې وې.

له دې جملې څخه (۱۹)قضیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵۲) قضیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۸) قضیې فیصله شوې پاتې نورې تر کار لاندې دي.

 

د وثایقو برخه کې:

په یاده موده چې د کندهار ولایت د محاکمو اړوند د اسنادو او وثایقو امریتونو (۱۹۶) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی