ننګرهار ولایت کې درېیو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د چهارشنبې په ورځ (۲۳ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم په اساس درېیو کسانو ته د لواطت د جرم په تور تعزیري سزا (۳۹ــ۳۹دُرې) تطبیق شوه.
د لواطت په جرم یادو متهمینو ته تعزیري سزا چې دوسیې یې د لعل پورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې او د سترې محکمې عالي مقام یې د تطبیق هدایت کړی و، د دې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د یوې لویې غونډې په ترڅ کې تطبیق شوه.
متهمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه کې د لعل پورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مفتي حضرت حسین(ثاقب)، د لعل پورې ولسوالۍ معاون انصاري، د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ مسؤولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.
یاده غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.
