ننګرهار ولایت کې لس ورځنی قضائي سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۵
ننګرهار ولایت کې لس ورځنی قضائي سیمینار پای ته ورسېد

د پنجشنبې په ورځ (۹/۸/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست لخوا د ننګرهار ولایت د محاکمو قضائي کارکوونکو ته جوړ شوی لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

په دغه قضائي سیمینار کې چې د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو، د ننګرهار ولایت د محاکمو قضاتو، مفتیانو او محررینو ته د قضائي تعلیماتو د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن (غزنوي) صاحب، د یاد ریاست د مسلکي استادانو محترم شیخ صاحب جان صاحب، مفتي نصیب الله طیب صاحب، مفتي محمد صاحب او مفتي رازمحمد سباوون صاحب لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.

د دغه قضائي سیمینار په اختتامیه ناسته کې شیخ صاحب جان صاحب، د ننګرهار د محبس مسؤول، د تعلیمات قضائي عمومي رئیس او د ولایت مقام په استازیتوب مولوي خلیل الرحمن صاحب تفصیلي علمي ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی