هلمند ولایت کې اوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۱۸
هلمند ولایت کې اوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۲۷مه نېټه د هلمند ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې په حکم اوو تنو متهمینو ته چې د غلا په جرم نیول شوي وو تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو کسانو دوسیې د هلمند ولایت اړوند محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان لخوا په  دقت وڅېړل شوې او جزا دېوان د حکم او د جنوب غرب زون د تمیز عالي ریاست او سترې محکمې د قضائي معاونیت د اجازې په اساس دغه مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې یادو متهمینو ته د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې د هلمند ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره عامو هیوادوالو هم ګډون درلود.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د غزني ولايت ګيلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل شول

د غزني ولايت ګیلان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او مصلحینو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۲۱ مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، د ۱۴۴۷هـ ق د ذوالقعدة الحرام مياشتې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس د پکتيکا ولايت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)، د یاد زون پکتیکا څانګې د نظامي محکمې د رئیس مفتي عبدالحکیم (حکیمي) په ملتيا، په ٢٥/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت له. . .

بیا په خبرونو کی