هلمند ولايت کې درېیو  متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲۶
هلمند ولايت کې درېیو  متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

د هلمند ولایت د مرافعه محکمې اړوند د باباجي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس درېیو کسانو ته چې په قطاع الطريقۍ او غلا متهم وو؛ په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.

ابتدائيه محکمې د يادو متهمينو له جملې دوه تنه پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزيري سزا او درېيم متهم پر اته مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري محکوم کړی و.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د استخباراتو مسؤول د نورو ادارو مسؤولینو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.

غونډه کې د یادې محکمې قاضي او علماء کرامو د موضوع اړوند مهمې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې ياده پرېکړه د هلمند د مرافعه محکمې، د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت له تائيد وروسته تطبيق شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

د کاپيسا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېيو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، د مرافعه محکمې جزا دېوان رئیس مولوي سراج الدین (راشد) او د حقوقو آمر مولوي محمد فرویز (انس) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د نورستان ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۶۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

بیا په خبرونو کی