د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل دوه قضيې حل او فصل شوې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۲:۸
د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل دوه قضيې حل او فصل شوې

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د قضائي غړو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب په ۱۱ /۵ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل دوه قضيې حل او فصل شوې.
د قتل یادې پېښې شاوخوا څلور کاله مخکې په رزوګان ولايت کې رامنځته شوې وې، د دهراود ولسوالۍ ابتدائيه محکمې تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوې او د یادې محکمې د مسؤولينو لخوا جانبین سولې ته وهڅول شول.
د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دواړو پېښو د کورنيو ترمنځ سوله وشوه او رسماً يې دښمنۍ پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی