د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع الأول میاشتې په ٢١مه نېټه د دغه ولایت د مارمل او چهارکنت ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د یادو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه د لیدنې پر مهال د محاکمو قضائي او اداري کارونه وکتل او د قضائي او اداري چارو د لا بهبود او د خلکو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه یې اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي، په دې لیدنو کې د ابتدائیه محاکمو صادرې شوې فیصلې او قرارونه هم وکتل او د محاکمو قضائي او  اداري غړو ته یې د کار پر شفافیت، د اصولو پر رعایت او دقت باندې ټينګار وکړ، تر څو خلک له بې ځایه سرګردانۍ څخه خلاص شي.
په دې سربېره د مرافعه محکمې پلاوي د چهارکنت ولسوالۍ له مرستیال ولسوال، د استخباراتو مدیر او امنیه قوماندان سره هم وکتل او د اړوندو چارو په اړه یې لازم معلومات او نظریات شریک کړل. 
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې مسئولینو ته د قوي همغږۍ په لرلو ټینګار وکړ، تر څو د خلکو ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د دغه ولایت د دوو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه‎

د بلخ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شيخ غلام‌الله (عادل) د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي عبدالسلام (مظهري) او مولوي محمد ویس (ویسا) په ملتيا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربيع. . .

بیا په خبرونو کی