د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د څرخ او خروار ولسواليو ابتدائیه محاکمو ته د قضائي او اداري چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
 یاد هيئت د ليدنې په پیل کې د قضائي چارو جزائي او حقوقي فیصلو، قرارونو، قضائي جریان، د عرايضو د ثبت کتاب، اندراج، صادرې، واردې، رسیداتو، مراسلاتو او د حقوقو مدیریت د تطبیق له جریان څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
 ورپسې یاد هیئت د اجراآتو  د لا ښه‌والي او اصلاح په اړه د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هم يې د ورځنیو کارونو د چټکتیا، د ځنډ د مخنیوي، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ د لا تقویې په اړه ورته توصیې وکړې.
په پای کې د یادو محاکمو اړتیاوې یادداشت او د پوره کولو په برخه کې یې د لازمو اجراآتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۹ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۱۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخی الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتی په ۲مه نېټه، د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۰۵) دوسیو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی