د غزني ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۷۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۲۳
د غزني ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۷۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غزني ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۲۳/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۳/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۷۴) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د غزني ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۵) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۵) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۱۷) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۶) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۷) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د غزني ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۸) دوسيې تطبيق شوې، (۶) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی