د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس وینا وکړه وویل، کله چې مکتوب یوې مرجع ته لېږل کېږي، باید اصلي مکتوب ولېږل شي او کاپي يې له ځان سره وساتل شي، دوسیې هم باید له دې وروسته په مکتوبي ډول نورو محاکمو ته ولېږل شي، ترڅو د جعل او تزویر څخه خوندي وي.
دغه راز د ابتدائیه محکمې رئيس په اداري برخو کې د مکتوبونو، عريضو او دوسيو په اړه ګډونوالو ته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
