د بلخ ولایت نظامي محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه
د بلخ ولايت نظامي محکمې رئيس محترم حفيظ الله (محمدي) د یوه هیئت په ملتيا، په ۲۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د بلخ ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
د نظامي محکمې رئيس د یادې محکمې له اړوند بندیانو سره وکتل او د هغوی د وضعیت په اړه یې معلومات وکړل.
دغه راز د نظامي محکمې رئيس یادو بندیانو ته ډاډ ورکړ، چې دوسيو ته به یې د اصولو سره سم په خپل وخت رسېدنه کېږي.
لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
