د پکتیا زون اړوند پکتیکا نظامي محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالحکیم معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۸
د پکتیا زون اړوند پکتیکا نظامي محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالحکیم معرفي شو

د پکتیا زون اړوند پکتیکا څانګې نظامي محکمې رئیس محترم مولوي عبدالحکیم د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د یاد ولایت ملکي او نظامي مسؤولینو ته رسماً معرفي او په کار يې پيل وکړ.
په دې غونډه کې د پکتیا زون نظامي محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني)؛ د یاد ولایت مرستیال والي محترم قاضي نورالله، امنیه قوماندان، د استخباراتو رئيس، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست مسؤولینو، د مرافعه محکمې رئيس او قضائي غړو ګډون کړی و.
غونډه د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي محمود سید (مخلص) په وینا پیل شوه؛ نوموړي تغیر او تبدیل د اسلامي نظام یو اصل یاد کړ وویل، موږ ټول د اسلامي نظام د بقاء لپاره کار کوو او ټول باید د امیر اطاعت وکړو.
ورپسې د یاد ولایت مرستیال والي وویل، د اسلامي نظام په شته او راکړل شوي نعمت باندې باید شکر وباسو، دغه راز نوموړي تر فتحې مخکې د مجاهدینو د ستونزو او تکلیفونو اړوند او اوسني حالت په اړه لنډې او مختصرې خبرې وکړې او په ټولو مسؤولینو یې غږ وکړ، تر څو د اسلامي نظام د پایداره کېدو لپاره په پوره اخلاص او صداقت سره کار وکړي.
د غونډې په دوام د پکتیا زون نظامي محکمې عمومي رئیس خبرې وکړې وویل، د تغیر او تبدیل په صورت کې د امیر اطاعت کول هم عبادت دی، که څه هم چې یو کس له لوړ بست څخه ټیټ بست ته تبدیلوي او یا یې هم بې دندې کوي، دنده یو امانت دی او د امیر اطاعت نه کول لویه ګناه ده، مسؤولین باید عجز ولري، په چارو کې د چا لحاظ او خاطر ونه کړي او عدل په هرچا یوشان قایم او تطبیق کړي.
د پکتیکا څانګې نظامي محکمې نوي رئیس محترم مولوي عبدالحکیم په خپلو خبرو کې د پکتیکا ولایت له مسؤولینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د معرفت غونډه د پکتیا زون نظامي محکمې د عمومي رئیس لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

د بلخ ولایت نظامي محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د بلخ ولايت نظامي محکمې رئيس محترم حفيظ الله (محمدي) د یوه هیئت په ملتيا، په ۲۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د بلخ ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
د نظامي محکمې رئيس د یادې محکمې له اړوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) د یاد ولايت د احکامو او فرامينو د تعقيب او نظارت رئيس مولوي محمد زمان (عمري) او ورسره مل پلاوي سره، په ۲۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۵۸
Background image

د پکتیا زون اړوند پکتیکا نظامي محکمې نوی رئیس محترم مولوي عبدالحکیم معرفي شو

د پکتیا زون اړوند پکتیکا څانګې نظامي محکمې رئیس محترم مولوي عبدالحکیم د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د یاد ولایت ملکي او نظامي مسؤولینو ته. . .

بیا په خبرونو کی