د کابل ولایت مرافعه، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۴) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د ۱۶ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸ هـ ق نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۴۶) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیه فيصله شوې، (۲۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشهيي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۵۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴) دوسيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۰۴) دوسيې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۱۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فیصله شوې، (۶) دوسيې مکتوب مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
