د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ په ۱۳/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس ګډونوالو د خبرو پر مهال وویل، هڅه وکړئ، چې د مراجعینو موضوعاتو او دوسیو ته د شرعي احکامو په رڼا کې په ټاکلي وخت رسېدنه وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د هغو دېوانونو مسئولین، چې ډېر موضوعات ورته راجع کېږي، باید مراجعین په نوبت او ترتیب را وغواړي او له اړتيا پرته کومه موضوع ونه ځنډوي.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د ناستې ټولو ګډونوالو ته هدایت وکړ، چې په دېوان کې بشپړې شوې فیصلې له لېږلو مخکې په دقیق ډول وګوري؛ تر څو موضوع په لوړو محاکمو د نقض او دوسیې د ځنډ مخه ونیول شي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
