د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۴:۴۸
د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي سخیداد (ابوالتقي) د عامه امنیت دېوان د رئیس مولوي رحیم الدین، د عامه امنیت دیوان مفتي مولوي خیرالله، د عامه امنیت دېوان محرر مولوي امیرمحمد (ایوب)، د نظامي محکمې رئیس مولوي عبدالقدیر (ابوالمختار)، د عمومي محبس مسؤول حاجي طالب او د مرافعه محکمې د دعوت ارشاد آمر مولوي محمد (رهنما) په ملتیا په ۲/۵/۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولایت د دهراود ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قضائي غړو او حقوقو له آمر سره تر کتلو وروسته قضائي او اداري پرسونل ته د وينا په ترڅ کې د اسلامي شریعت پر تطبیق، ښې حکومتولۍ، د ادارو ترمنځ پرهمغږۍ، له خلکو سره په غوره چلند، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنې او د خلکو لپاره د آسانتياوو په برابرولو ټینګار وکړ.
وروسته د ارزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د دهراود ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه، د بندیانو ستونزې يې واورېدې او له اړوند مسؤولينو سره يې شريکې کړې.
په پای کې يې له ځايي قومي مشرانو سره په ليدنه کې د دوی یو لړ د قتل او مرعی ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د محاکمو دروازې مو هر وخت پر مخ خلاصې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۴/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۹ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۴۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی