د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۱۳
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۷ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې د دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۷۲) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسیې فيصله شوې، (۱۶) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۱۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۰۳) دوسيې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۷) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

بیا په خبرونو کی