د ننګرهار مرافعه محکمې مرستيال د حقوقو، وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن امریتونو منسوبینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۴۶
د ننګرهار مرافعه محکمې مرستيال د حقوقو، وثایقو او اسنادو د ثبت او مخزن امریتونو منسوبینو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي امان الله (حقاني) او ورسره مل پلاوي په ۲۸/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یاد ولایت د حقوقو، اسنادو د ثبت، وثایقو او مخزن آمریتونو څخه د لیدنې پر مهال د یادو امریتونو منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې د تېر په څېر له مراجعینو سره غوره چلند کوئ.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې مرستيال د یادو آمریتونو له اندراجونو، صادرې، رسیداتو او د عرايضو له کتابونو څخه نظارت وکړ.
ورپسې نوموړي مسؤولينو ته سپارښتنه وکړه چې خپل لارښود په ښه ډول تطبیق کړئ، اداري کارکوونکي يې خپلو دندو ته متوجې کړل، تر څو د دنیوي او اخروي مسؤولیت په نظر کې نیولو سره خپل کارونه په اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي او د الله تعالی (جل جلاله) رضاء حاصله کړي.
دغه راز د مرافعه محکمې مرستيال د یادو امریتونو اړوند مسؤولینو ته وویل، له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او خپلې چارې پر وخت اجرا کړئ، د خپلو آمرینو اطاعت کوئ؛ ځکه د اسلامي نظام بقاء د آمر په اطاعت کې ده.
د مرافعه محکمې مرستيال د اداري کارکوونکو پر دندو او صلاحیتونو خبرې وکړې او هغوی ته يې په خطاب کې وویل، د یو او بل پر دندو کې مداخله مه کوئ، په رسمي وخت کې خپلو دندو ته ځانونه حاضر کړئ، کوم اصول او تعلیماتنامې چې محاکمو ته په واک کې ورکړل شوې باید په ښه ډول تطبیق شي.
په وروستيو کې د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او نظریات شریک کړل او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د فراه ولایت مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د فراه ولايت مرافعه محکمې د مسئولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړيتوب، په ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د قتل یاده پېښه د فراه ولايت د ګلستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

بیا په خبرونو کی