په کونړ ولایت کې (۱۷) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۱
په کونړ ولایت کې (۱۷) مجرمینو او متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولایت د محاکمو د پرېکړو په اساس (۱۷) کسانو ته د نېشه‌يي توکو د استعمال په جرم او لواطت په تور، نن یکشنبه (۳۰ /۶ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټه د مرافعه محکمې د رئیس او د محاکمو او نورو امارتي ادارو د مسؤولینو او منسوبینو په حضور کې، تعزیري سزا ورکړل شوه.

یاد مجرمین او متهمین د مرافعه محکمې د عامه امنیت او جزا دېوانونو او ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان لخوا له یوه کال څخه تر دوه کاله پر تنفیذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو.

د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د کونړ د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) د اسلامي شریعت په رڼا کې د حدودو او تعزیراتو د تطبیق پر ګټو خبرې وکړې وویل، دا څو کاله جهادي مبارزه په همدې خاطر وه، چې اسلامي شریعت حاکم شي؛ ځکه چې اسلامي شریعت د عقل، مال، نفس او نسب په ساتنه ټینګار کوي او د یادو مواردو تحفظ د حدودو او تعزیراتو د تطبیق په صورت کې ممکن دی.

دغه راز د کونړ ولايت د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس د ناستې ګډونوالو ته په وینا کې اسلامي امارت یو لوی نعمت وباله.

بندیانو ته په اشاره یې وویل، اسلامي امارت پر بندیانو ډېر شفقت کوي، له بندیانو سره ظلم زیاتی نشته، بندي چې کله ازادېږي د هغه مکمله اصلاح شوې وي، نو بندیان باید له دې حالت عبرت واخلي او بیا جرم ونه کړي.

د یادونې وړ ده چې پر یادو مجرمینو او متهمینو د تعزیري سزا حکم د سترې محکمې له تائید وروسته تطبیق شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی