د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ يو پلاوي؛ په ۹/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کندهار ولایت لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې ياد پلاوي د ابتدائیه محاکمو له مسؤولينو، ولسوال او د نورو امارتي ادارو له مسؤولینو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د نورو مهمو موضوعاتو تر څنګ په ښې همغږۍ ټینګار وشو، ترڅو د محاکمو او نورو ادارو ترمنځ وخت پر وخت د همغږۍ غونډې وشي.
د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئيس د محاکمو له قضائي او اداري اجراآتو، حاضرۍ او د یادو ولسواليو له محبسونو څخه لیدنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه يې ورته لازم هدايات وکړل.